د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست اونوماند وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو!

mobta-af
Tue, Sep 15 2020 9:25 AM
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند او سرپرست وزیر ښاغلی محب الله صمیم د یوې درنې غونډې په ترڅ کې، چې په هغې کې د جلالتماب جمهور رئيس لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح، دولتي چارواکو، د ملي شورا د دواړو خونو اوسنیو او پخوانیو غړو، د وزارت چارواکو او کارکوونکو، قومي مشرانو، خویندو او ځوانانو ګډون درلود ددغه وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په پیل کې د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله خان راغلو مشرانو ته هرکلی ووایه، ښاغلي محب الله صمیم ته یې ډاډ ورکړ، چې خپل مسؤلیتونه به په ایماندارۍ سرته رسوو.

ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس لومړي مرستیال د وزارت د پخواني وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي کړنې وستایلې، هغه ته یې د ښې راتلونکي او خوښۍ هیله وکړه زياته يي کړه، چي ښاغلی شیرزي په بېلابېلو برخو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي دي.

همدا راز یې په خپلو خبرو کې وویل: چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو مهم وزارت دی، چې د افغانستان په هغه برخه مصروفیت لري په کومه برخه چې د قومونو په زړونو هغه فرضي کرښه، چې موږ یې یوه پیړۍ کیږي په رسمیت نه پېژنو تېره شوې ده، هر څه وېشل کیږي خو قوم، ژبه او وطن نه وېشل کیږي ټینګار یې وکړچې دواړو خواوو ته دې د ژبې، فرهنګي یووالي، اړیکې او تاریخي هویت وساتل شي.

زموږ هیلې د وزیر صاحب تر شاه دي، چې د خپل علمیت او تجربو څخه په استفادې سره به د وزارت د پياوړتیا لپاره کاروکړي.

ښاغلي صالح دا هم وویل: چې د افغانستان ملي نصاب باید هلته ورسوو، ترڅو زموږ د ماشومانو هویت د نورو تر پښو لاندې نه شي.

همدا راز یې له قومونو سره په کارکولو ټینګار وکړ وې ویل:چې د وزارت دروازې باید د قومونو پرمخ پرانېستې وي او د وزارت د ځواکمنیدو او د وزیر صاحب په بریا کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي محب الله صمیم هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئيس څخه له دې امله چې د چارو د پرمخ بیولو لپاره یې لایق بللی مننه وکړه وې ویل: چې دغه وزارت په سیاسي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې دنده لري او دغه استقامت تعقیبوي زه به هڅه وکړم، چې د قومونو منځته ورشم منسجم یې کړم او د نظام په ملاتړ او حمایت یې ودروم، ژمنه یې وکړه او وې ویل: چې د هېواد له قومونو او ستونزو سره یې پوره بلد یم د هغوی ستونزې به د حل لپاره تر خپلو مشرانو رسوم .

ښاعلي صمیم په ګډ کار ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د خپلو ارزښتونو، لاسته راوړنو او نظام ښه ممد شم دغه راز یې له مشرانو څخه د ملاتړ هیله وکړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu