په فراه کې د سرحدونو اوقبایلو چارو ریاست له لورې د بين الافغاني خبرو اترو د پیل او اورکم څخه د فراهي ولسونو د ټینګار او ملاتړ ترعنوان لاندې لویه غونډه وشوه.

mobta-af
Wed, Aug 26 2020 11:25 AM
mobta

په دې غونډه کې د فراه والي، د ولایتي شورا رئیس اوغړو د ټولوادارو مسؤلینو، ولسوالانو، مخورو قومي مشرانو، علمای کرامو، خویندو، د مدني ټولنې استازو ځوانانو درسنیو استازو په شمول شپږ سوه تنه ګډون والو برخه اخیستې وه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او دافغانستان ملي سرود غونډې ګډونوالو ته واورول شو.

ورپسې د سرحدونو اوقبایلو چارو رئیس محمد اکبر"عمر" دغونډې پرانیستونکې وینا وکړه ګډون والو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ دغونډې ددایریدو او اهمیت په اړوند ګډون والو ته معلومات ورکړل وروسته په ترتیب سره دولایتي شورا په استازیتوب دیادې شورا رئیس الحاج دادالله "قانع" ، داهل تشیع وروڼو په استازیتوب مولوی عزت الله "نظري" ، دځوانانو په استازیتوب نعمت الله "ارماني"، دعلماوو په استازیتوب مولوي عبدالقدیر"توکلي" دښځو په استازیتوب راحله "مشعل" ، دقومونو په استازیتوب حاجي تازه ګل "زیارکښ" ، مدني فعالې طیبې "سلیماني" ویناوې وکړې د پروګرام په وروستۍ برخه کې د ولایت والي ښاغلي څارنیار محمد شعیب "ثابت" وینا اود غونډې ارزونه وکړه د سولې په اهر اړخیزاهمیت یې مفصلې خبرې وکړې وروسته غونډه د مولوي عبدالرحیم محبوب په اختتمایه دعا سره پای ته ورسیده.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu