د چارو په ګړندي کېدو اود ستونزوپه حل ټینګار

mobta-af
Sat, Jul 25 2020 2:52 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغږۍ معین په مشرۍ او ددغه وزارت د مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان او ریسانو په ګډون نن شنبه د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د زمري پر۴ نېټه په مالي او اداري معینیت کې د یوې غوڼدې په ترڅ کې د چارو په ګړندي کېدو او د ستونزوپه حل ټینګار وشو.

د غونډې په پيل کې اړوندو ریسانو د خپلو چارو د څرنګوالي په اړه د وزارت مشرتابه ته خپل خپل رپوټونه وړاندې کړل او یو لړ بودجوي ستونزې یې شریکې کړې.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د تدارکاتو ریاست باید له نورو اړوند ریاستونو سره په همغږې توګه تدارکاتي چارې ګړندۍ ،ستونزې حل او پروخت اړتیاو ته ځواب ویوونکی اوسي. تر څو په ټاکلي وخت کې د وزارت عادي او پرمختیايي بودجه ولګول شي.

همدا رازیې په ټوله کې له اړوند رئیسانو غوښتنه دا وه چې خپل پلانونه پر ټاکلي وخت د کیفیت په پام کې نېولو سره تطبیق ، بودجه رڼه او پرځای ولګوي.

په دې غونډه کې له اړوندو ریسانو وغوښتل شول، د حوالو په اجرا کولو، د قراردادونو په تطبیق، په بودجه کې د لازمو تعدیلاتو، د وزارت اړوندو لیسو د ستونزو د هوارولو، مخابراتو وزارت ته د پروپوزل د لیږلو، اضافه کارۍ، تشکیلاتو او حاضرۍ برخو ته جدي پاملرنه وکړي.

همدا راز د زمري د اوومې د بیرغ د ملي ورځې، د زمري د اته ویشتمې د هېواد خپلواکۍ د بېرته ګټلو د یوسلو یوومې کليزې او له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځو د لمانځلو په اړه هم خبرې وشوې.

د یادو اویوشمېر نورو موضوعاتوپه اړه د مجلس ګډونوالونظرونه سره شریک کړل،بحثونه یې درلودل،لازمې پرېکړې وکړې او پروخت یې د پلانونوپرتطبیق اوپه رڼه اوشفافه توګه د بودجې په په لګولو ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu