د هېواد د پياوړي قومي مشر او مخور د روغتيايي حالت پوښتنه وشوه.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل اغا شېرزي نن د شهيد سردار محمد داوود خان روغتون ته تشريف يوړ او د هېواد د دروند قومي مشر الحاج امير صاحب حفيظ الله خان، چې د هلمند د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې د يو غلچکي بريد په پايله کې ټپي شوى دى، پوښتنه وکړه. او په دې پېښه کې يې د هغه د زوې د شهادت له امله د خپل ژور خپګان او ډاډ ګېرنې مراتب څرګند کړل.
ښاغلي شېرزي په داسې حال کې، چې د لوى خداى ج له دربار څخه نوموړي ته د بشپړې روغتيا هيله وکړه وى ويل:
داسي بریدونه د هېواد د زړه ورو او په هېواد مينو قومي مشرانو روحیه نشي کمزورولې ، الله پاک دې په هېواد کې سرتاسري امن ټينګ کړي. تر څو دغه شان ناوړه پېښې تکرار نه شي.
په مقابل کې الحاج امير صاحب حفيظ الله خان د ښاغلي شېرزي صاحب له پوښتنې او همدردى څخه مننه وکړه.