د چارو ادارې له لوې رئیس سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن دوشنبې د روان لمريز کال حمل د میاشتې په 24 نېټه د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوې رئیس ښاغلي ډاکټر فضل محمود فضلي سره وکتل.
په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي شېرزي د چارو د ادارې د لوې ريس په توګه د ښاغلي فضلي د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ څرګندولو تر څنګ هغه د هېواد ځوان او مستعد کدر وباله.
وروسته د چارو د ادارې لوې رئیس په خپلو خبرو کې د سرحدونو او قبایلو چارو له محترم وزير څخه مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کې د هغه کړنې وستايلې.