د کرونا ویروس پر وړاندې د تدابیرو په نېولو ټینګار او پر یو لړ نورو مهمو مسایلو بحث!

mobta-af
Tue, Mar 17 2020 9:58 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په مشرۍ په اداري مجلس کې، چې نن دوشنبه د ۱۳۹۸لمریز کال د کب پر۲۶نېټه جوړ شو.

د مجلس په پیل کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي تر کرونا ویروس مخکې د نورو ویروسونو پر ډولونو خبرې پیل کړې. وې ویل:چې کرونا ویروس خطرناک دی، ساده موضوع نده، هغه هېوادونه چې له اقتصادي پلوه بډای دي هغوی هم د کرونا ویروس په مخنیوي کې ستونزې لري ټینګاریې دا و، چې باید یې پر وړاندې خپل تدابیر ولرو له همدې امله یې د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس په مشرۍ او د تحقیق اومطالعاتو، اداري او خدماتو، تدارکاتو ریاستونو او د مسلکي معینیت د سکرتر په ګډون یوې کمیټې ته دنده وسپارله، چې پر یوه هراړخیزه طرحه کار وکړي، چې په هغې کې د ټولو تدابیرو څرنګوالی واضح او وکولای شو د خپلو امکاناتو او اړوندو ادارو سره په همغږۍ په اړه هڅې وکړو.

ښاغلي بارکزي په دې اړه د محترمې کابینې د تیرې غونډې بحث شوي موضوعات هم له مجلس سره شریک کړل وې ویل: چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رئیس محمد اشرف غني د عامې روغتیا د محترم وزیر غږ د ولسمشر او حکومت غږ وبللو وې ویل: کومې لارښوونې چې دغه وزارت یې د کرونا ویروس په اړه کوي باید په پام کې ونېول شي او ټول اړوندی اداری باید ورسره مرسته وکړی . په فرهنګ کې باید تغیر راشي فاصله باید مراعات شي، ماسک څخه استفاده وشي په دې اړه عامه پوهاوی وشي، غیر ضروری سفرونه دي ونشي. د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو د رخصتېدو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو ته له تګ او راتګ څخه مخنیوي وکړو. همدا راز یې په ولسي جرګه کې د سرحدونو او هلته د شته وضعیت د څرنګوالي په اړه د رپوټ ورکولو او په دې اړه له هغوی سره د خپلو نظرونو د شریکولو خبره وکړه. وې ویل: د یو ملت روغتیا له خطر سره مخ دی، دا یوه ملي وجیبه ده، چې ولس له حکومت او عامې روغتیا وزارت سره یو ځای کاروکړی یو د بل په همکارۍ د ویروس پر وړاندې ګډې هڅې وکړو .

په دې اړه یې د مجلس د ګډونوالو نظرونه واخیستل ژمنه یې وکړه، چې له اړوند ادارو سره به یې په همکارۍ حل کړي. ورپسې د تحقیق او مطالعاتو رئیس د هېواد د اوبو د مدیریت او له یو شمېر نورو موضوعاتو په برخو کې د بېلا بېلو څېړنو د ترسره کېدو او په دې اړه د یو علمي او څېړنیز سیمینار د جوړولو لپاره د چمتووالي، د پلان او پالیسۍ رئیس د تورخم پروژې د ستونزو، د سرحدي څارنې رئیس د ایران او افغانستان تر منځ پر ګډه پوله د۵۱ او۵۲پیلرونو تر منځ د نهو اصلي او نهو فرعي پیلرونو د جوړولو او اوبو ستونزې پر حل د خبرو، د وزارت حقوقي سلا کار د پروان ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ته د هغه ولایت د ښاروالۍ له خوا د ځانګړې شوې ځمکې او په دې اړه د ستونزو په برخه کې معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د تحقیق او مطالعاتو او د سرحدي څېړنو او نورو ریاستونوڅخه مننه وکړه، چې خپلې چارې یې په سمه توګه پرمخ بېولي دي.

تر څنګ یې مجلس یو لړ نور مسایل هم تر بحث لاندې ونېول، پرېکړې ونېولې کمېټې وګمارلې او همدا رازیې اړوند ریاستونو ته د خپلو اړوند کارونو د ترسره کېدو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

 

Latest news

Mon, Sep 01 2025 11:42 AM
Background image

Tribal elders from Shajoy District of Zabul Province met with Minister of Borders and Tribal Affairs

 

Monday/1st/sep/2025

Yesterday in Kabul scholars and tribal elders from Shajoy district of Zabul province met with the Minister of Borders and Tribal Affairs of the Islamic Emirate,. . .

Wed, Aug 27 2025 1:58 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs, Mullah Noorullah Noori, met with the Ambassador of Iran, Mr. Alireza Bikdeli.

27th/Aug/2025  During this meeting, both sides discussed economic development, mutual trust, regional issues and establishing better coordination based on good relations between. . .

Mon, Aug 04 2025 1:22 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori met with a number of tribal elders from Sulaimanzai tribe of Paktika province.

 

In this meeting, the tribal elders, in addition to strongly supporting the Islamic Emirate, called Isalmic Emirate an important government for the unity and prosperity of the people. . .

BACK TO NEWS

User account menu