د شمالي وزیرستان له قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Mar 14 2020 2:49 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن شنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۲۴ مه نېټه د شمالي وزیرستان له قومي مشرانو هر یو ښاغلي ډاکټر حیات مسعود، ملک حبیب خان، مولوي ثاقب، عبدالعزیز او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی او د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلی محمد یعقوب احمدزی هم حاضر و، راغلو مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریک کولو ترڅنګ د وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې د دوی ځوانان دې د زده کړې ترسره کولو په موخه د وزارت اړوند د خوست ولایت په قبایلو لېسه کې شامل کړي، چې چارې یې بشپړې شوي او په دې نږدې ورځو کې به د ناامنو او قبایلي سیمو ځوانانو ته د زده کړې په موخه د وزارت د مشرتابه له خوا پرانېستل شي.

همدا راز یادو مشرانو د سولې، ملي یووالي، د ناامنو او قبایلي سیمو ځوانانو ته د زده کړې د زمینې برابرولو او له قومي مشرانو سره د سلامشور په برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو قبایلې مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ويل: افغانستان د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډ کور دی او د قبایلو مېړانه او سر ښندنه د یرغلګرو پروړاندې ټولو ته روښانه ده، چې انشاالله ستونزې به مو د اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu