د خلکو له استازي، قومي او سیاسي شخصیتونو سره کتنه!

mobta-af
Sun, Feb 23 2020 9:49 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب میاشتې پر ۳ مه نېټه په ولسي جرګه کې د بغلان ولایت د خلکو له استازي ښاغلي اسدالله شهباز، قومي مشراو د کانونو او پطرولیم پخواني وزیر الحاج محمد اکبر بارکزي او د حق کاروان د سرتاسري شورا له رئیس ښاغلي زرداد فریادي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت محترم معینان هم حاضر وو، راغلو مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو، ترڅنګ د ولسونو د یووالي، تلپاتې سولې په ټینګښت او د قومونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخو کې د وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې او د خپلو تلپاتیو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او د نوموړو سره یې په بېلابېلو برخو کې په ګډو هلو ځلو، همکاریو او سلا مشورو باندې ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu