د سلواغې د 26مې، له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او وتلو د يو دېرشمې کلېزې په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام!

mobta-af
Sun, Feb 16 2020 9:29 AM
mobta

د سلواغې ۲۶ مې، له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د تېري کوونکو ځواکونو د ماتې او وتلو د کاليزې، چې د هېواد په تاريخ کې ديوې نه هېرېدونکې ورځې په توګه ثبت شوې د ستر تاريخي برياليتوب له امله ټولو درنو هېوادوالو ته مبارکي وایو.

د سره پوځ ځواکونو د ١٣٥٨ کال د مرغومي د مياشتې په ٦ مه نېټه، چې په پرمختللو وسلو سمبال وو له ځمکې او هوا څخه زموږ په ګران هېواد تېری وکړ، چې وروسته په ١٣٦٧ کال کې د هېواد د مسلمانو اومجاهدو خلکو په مېړانې اوسرښندنې سره د لس کلن جهاد او مقاومت په پایله کې په نا کامۍ سره له افغانستان څخه وتلو ته اړشول، چې دغه تاریخي ماته د افغانستان ملت د بریالیتوب او ستر ښکېلاک ګر پخواني شوروي اتحاد د ماتې او تجزيې سبب شوه.

خو په افغانستان کې د دوی لس کلن حضور او شتون دهېواد د اتباعو د شهادت، معلوليت اود مليونونو افغانانو د مهاجرت او دهېواد د مهمو اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو د ويجاړتيا سبب شو، چې ناوړه اغېزې يې ترنن پورې زموږ دهېواد په ټولنيز او اقتصادي ژوندانه کې محسوسې دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو ځل بیا افغان باتور ملت ته د دغې سترې بریا له امله مبارکي وایي اوهیله من دی، چې زموږ هېواد سولې، ثبات او ټولنيزو پرمختگونو ته ورسیږي اوله دغه شان ناروا تېریو څخه خوندي پاتې شي.
سرلوړى دې افغانستان
درنښت
محمد شفیق ګل اغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu