د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین او د هغه د ملګرو د نیولو په اړه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت اعلاميه !
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر او دهغه د ملګرو په نېول کېدو خواشينى دى، د سوله ایزو او مدني حرکتونو پر وړاندې تشدد په کلکه غندي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر دسوله ایزو خوځښتونو پر ضد تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او بايد مخه يې ونېول شي.
له حکومتونو څخه غواړو چې، دغه شان مسايل د خبرو اترو له لارې حل کړي.