د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې له وزیرې سره کتنه!

mobta-af
Sun, Dec 29 2019 10:19 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي میاشتې پر ۷ مه نېټه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې له وزیري آغلې سلامت عظیمي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست مرستیال ښاغلی عبدالقدیر دقیق هم حاضر و، آغلې عظیمي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې وویل: موږ پر دې خوښ یو، چې تاسو تل په وزارت کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل کارکوونکو او د لېسو زده کوونکو ته ورکشاپونه، سیمینارونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه په لار اچولي دي او د ځوانانو د ښې پياوړتیا او روزنې په برخه کې مو نه ستړې کیدونکي هلې ځلې ترسره کړي دي.

همدا راز آغلې سلامت عظیمي زیاته کړه دا ده ټولو هېوادوالو مسؤلیت دی، چې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه وکړي او د خپلو ځوانانو فکرونه د زده کړې پر لور واړوي، چې د دې سره به زموږ په هېواد کې پرمختګونو ته لار هواره او د یو سوکاله ژوند خاوندان به شو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې له راتګ څخه مننه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ یې په ګډو هلو ځلو ټینګار وکړ وې ویل: مخدره توکې د انساني ژوند د بربادۍ سبب کیږي، چې نن موږ او تاسو وینو، چې ډېری ځوانان مو په دې ناوړه عمل روږدي دي، خو دا چې دې انساني ضد عمل ته د پای ټکی کیږدو نو باید په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه لاپسې پياوړي کړو.

همدا راز ښاغلي بارکزي د خپلو خبرو پر دوام وویل: هڅه مو دا ده، چې ستاسو د وزارت او د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ به د تل په څېر د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو او په دې برخه کې به خپل ایماني مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړو.

د کتنې په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ په ګډو همکاریو ټینګار وشو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu