د افغانستان د سولې ملي حرکت غړېو، د خوست د بیلابېلو قومونو قومي مشرانو، دیني علماءکرامو او ځوانان سره په 1398/10/5 نیټه د خوست د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې د سولې او یووالي جرګه جوړه شوه.

mobta-af
Sat, Dec 28 2019 10:14 AM
mobta

د افغانستان د سولې ملي حرکت غړېو، د خوست د بیلابېلو قومونو قومي مشرانو، دیني علماءکرامو او ځوانان سره په 1398/10/5 نیټه د خوست د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې د سولې او یووالي جرګه جوړه شوه.
جرګه د محترم اسمعیل خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې ملي سرود غږول شو.
د جرګې پرانستونکي خبرې د خوست د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي عبدالرؤف ننګیال وکړې ده سوله الهي نعمت او د ژوند اشد ضرورت یاد کړ د سولې ملي حرکت له غړېو یې مننه وکړه چې د خوست سوله پروره ولس ته یې تشریف راوړی
ښاغلي ننګیال ولسونه یووالي ته وهڅول او د یاد حرکت غړېو ته د هر راز همکاری ډاډ ورکړ له ده وروسته قومي مشر رسول محمد تڼي، د سولې ملي حرکت مسؤل انجینر حکمت الله ، په خوست کې د وزیرستان بې ځایه شوېو شورا رئیس جمشید خان مسعود، محمد جلال حقیقت ځدراڼ، ، توریالي منګل، کوچني ماشوم میرویس افغان او د همکاره ځوانانو د شورا بنسټګر محمد داود سیدخیل د موضوع په تړاو اوږدې خبرې وکړې او د افغانانو په مشرۍ د مذاکراتو غوښتونکي شول.

د دې ترڅنګ یې د یاد ملي سولیز حرکت سره د خوست میشتو ولسونو د سولې د روانو هڅو بشپړ ملاتړ اعلان کړ, وى ويل: د دایمي سولې تر راتګ پورې باید اوربند رامنځته شي.
د جرګې وروسته د ګډون والو لخوا د سولې په پار یو سولیز حرکت هم وشو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu