د کوچیانو د دود او فرهنگ او د افغانیو په ترویجولو کې د کوچیانو د رول په اړه غوڼده کې ګډون!

mobta-af
Thu, Dec 26 2019 11:08 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي داکټرفریدون بارکزي او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلی محمد یعقوب احمدزي تېره ورځ د کرنې او مالدارۍ وزارت اړوند د کلپ موسسې د یو کال لاسته راوړنو، کوچیاني دروند کلتور او د افغانیو په ترویج کې د کوچیانو د رول تر سرلیک لاندې غونډه کې چې دکوچیانو چارو د لوی ریاست له خوا جوړه شوې وه برخه واخیسته!

په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي هم خبرې وکړې، دغه ډول مېلې او پروګرامونه يې ارزښنتمن وبلل او زیاته يې کړه چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت به د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست سره اوږه په اوږه د کوچیانو د ژوند ښه والي لپاره کار وکړي او زمینې به برابرې کړي، چې دغه قشر د مثبت بدلون پر لور اغیزمن قدمونه واخلي.

له مراسمو وروسته په هغه خیمه کې چې کوچیاني خوراکي توکي، کلتوري نښې او نور ايښودل شوي وه هم ټولو برخوالو لپاره نندارې ته وړاندې شول، دغه راز ګډونوالو د کوچیاني له خوړو خوند واخیست مراسم د کوچیاني ژوند ښه والي په شعار او په هېواد کې دتلپاتې سولې په د پآي ته ورسیدل.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu