کندوز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې د قومي مشرانو سره دوامداره اړیکو ساتلو په لړ کې نن شنبه د(لیندۍ۳۰مه۱۳۹۸) غونډه وشوه، چې د ملکي ادارو یو شمېر رئیسانو او د بېلابېلو قومونو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و

mobta-af
Sun, Dec 22 2019 12:53 PM
mobta

.د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس نظیف الله نظیف غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، قومي مشران د فکري رغونې، ملي پروسو نه ملاتړ، سولې، امنیت او ملي یوالي په برخه کې مهم رول لري، له قومي مشرانو یې مننه وکړه، چې تل یې د ملي پروسو نه ملاتړ څرګند کړی، د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ته یې د خپل کور په سترګه کتلي

غونډې ته د وینا پر مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس او شمال زون کرکټ بورډ مشر په یووالي او همغږۍ کې د قومي مشرانو پر رول خبرې وکړې، د سرحدونو او قبایلو چارو د ریاست کړنې یې وستایلې.

د عربانو د شورا مشر، د لویې پکتیا د شورا معاون او مشر، د غوربندیانو د شورا مشر او د ځوانانو په استازولي ځوانانو خبرې وکړې، د سولې، ملي یووالي او ملي حاکمیت ټینګښت، فکري رغونې، له قومونو او قومي مشرانو سره نږدې اړیکو ساتلو او بېلابېلو برخو کې یې د سرحدونو او قبایلو چارو د ریاست هڅې وستایلې او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu