د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د قومي مشرانو او عالمانو ګډه غونډه!

mobta-af
Tue, Dec 17 2019 9:33 AM
mobta

د هېواد د درنو قومونو تر منځ د اړېکو د پراختیا، ملي یووالي د پیاوړتیا او تلپاتې سولې په ټینګښت کې د ونډې اخیستنې لپاره د هېواد د بېلابېلو ولایتونو قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډه غونډه< نن دوشنبه د۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ پر۲۵ مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په بلنه پلازمینه کابل کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله، د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار ، د پنجشیر مرستیال والي محمد امین صدیقي، د هېواد د ۱۸ ولایتونو سلګونه قومي مشرانو او عالمانو، د قومي شوراګانو استازو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي نیاز محمد امیري درنو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه ورپسې د جرګې د موخې په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې د وزارت هڅه دا ده تر څو د قومونو تر منځ اړیکې پراخه کړي، یووالی ترمنځ پیاوړی کړي، د ستونزو حل ته یې لارې چارې پیدا کړي او د سولې د ټینګښت په لار کې ګډې هڅې وکړو.

همدا راز د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین پخپلو خبرو کې د جرګو، قومي مشرانو او دیني عالمانو رول د سولې او یووالي په بیاوړتیا کې ارزښتناک وباله وې ویل: سوله زموږ د سوله پال ولس لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې انساني ژوندانه او پرمختګ ته لار او زمینه برابروي.

زموږ دولت هم په دې لټه کې دی، چې څنګه سوله راولي، خو ترڅنګ یې درانه قومي مشران او دیني عالمان هم کولای شي چې په دې برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي. هڅه مو دا ده، چې تاسو درنو ته چې د تاریخ په هر پړاو کې مو لاسته راوړنې څرګندې دي. د سولې د ټینګښت او په دې بهېر کې ونډه درکړل شي.

ښاغلي احمدزي وویل: افغانستان زموږ ګډ کور دی.موږ په ستونزو او بریاوو کې یو د بل ترڅنګ و. دا یووالي باید نور هم بیاوړی کړو. بې اتفاقي زموږ په زیان ده، دښمن ته باید د تل په څېر وخت ورنکړو، چې زموږ له بې اتفاقۍ څخه د خپلو موخو د تر لاسه کولو په ګټه کار واخلي. همدا رازیې د غونډې ګډونوال له وسله والو ځواکونو او دولت څخه ملاتړ او همکارۍ ته راوبلل. په ګډه یې د شته نیمګړتیاوې اصلاح ، سمون او حل لارو د پیدا کولو هیله وکړه.
همدا راز نورو ویناوالو د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار ، د ولسي جرګې غړي غلام ولي افغان، د پنجشیر ولایت مرستیال والي محمد امین صدیقي د مشرقي زون په استازیتوب ملک حسن کمال زي، د مرکزي زون په استازیتوب شیخ حیدري او د نورو زونونو او قومي شوراګانو استازو په خپلو ویناوو کې ، د جګړې او بې اتفاقۍ د زیان او سولې د ښېګڼو په اړه خبرې وکړې. وې وبل: چې باید له زړونو کېنې او بد بینۍ لرې کړو، یو د بل کوربه شو، بریا په یووالي او اتفاق کې ده. جګړه د ټولو بدمرغیو مور ده.
سوله عزت، هوساینه، پرمختګ او مصونیت راولي. ټینګار یې وکړو چې یو ځای به د یووالي د پیاوړتیا او تلپاتې سولې لپاره کار کوو.
همدا راز یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له نوښت او هڅو څخه مننه وکړه غوښتنه یې دا وه، چې دغه وزارت د سولې په برخه کې ښه کار کولای شي باید پیاوړی شي.
همدا راز ویناوالو د خپلو ولایتونو په استازیتوب پخپلو ولایتونو کې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو د مشرانو په ګډون د غونډو د جوړولو او تسلسل غوښتنه وکړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu