په کابل کې د جاپان سفير ته د خواخوږۍ او ډاګېرنې مراتب وړاندې شول!

mobta-af
Wed, Dec 11 2019 9:29 AM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل اغا شېر زي پرون په داسې حال کې چې د وزارت مسلکي مرستيال ښاغلى ډاکټر فريدون بارکزى هم ورسره ملګری و، د چاپان سفارت ته تشريف يوړ او د ډاکټر ناکامورا د مړينې له امله يې نوموړي ته د خپل ژور خپګان او تسليت مراتب څرګند کړل.

ښاغلي شېرزي له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د ډاکټر ناکامورا خدمتونه بې سارې او نه هېرېدونکي وبلل او نوموړى يې اتل وباله.

ښاغلي شېرزي دغه راز په ننګرهار کې له نوموړي سره ګډ کار ته په اشارې سره وويل، چې افغانان به هېڅکله هم د هغه خدمتونه هېر نه کړي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په کابل کې د جاپان سفير ته هغه تصوير، چې د ستايلو او تشويق له امله يې ډاکټر ناکامورا په غېږ کې نيولى و، هم ډالۍ کړ.
په مقابل کې د جاپان سفير له محترم شېرزي او محترم بارکزي له خواخوږى او ډالى څخه مننه وکړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu