د کرنې او بیارغونې پر اتل ډاکټر ناکامورا برید د وحشت وروستی حد دی!

mobta-af
Sat, Dec 07 2019 10:05 AM
mobta

د هېواد او خلکو دښمنانو، پردي جاسوسانو نن سهارد ننګرهار په مرکز جلال آباد ښارکې پر جاپاني الاصله افتخاري افغان ښاغلي ناکامورا باندې، چې په هېواد کې د کرنې د پراختیا او اوبو مهارولو په ګډون د بیارغونې په برخو کې په بیسارې خدمتونو بوخت و، وحشیانه برید کړې، چې له امله یې نوموړي او څو تنه همکاران یې وژل شوي دي.

نوموړي په ننګرهار ولایت کې داسې کرنېزې پروژې تطبیق او زراعت ته يي دومره وده ورکړې، چې دافغانانو په زړونو کې يې ځاي پیدا کړې او افغانان پرې ویاړي.

د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت د دغې وحشیانه پېښې دغندنې په ترڅ کې عاملین د هېواد دښمنان او پردي جاسوسان بولې او له امنیتي ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د لوې خدای ج له دربارڅخه ناکامورا او د پېښې نورو وژل شويو همکارانو ته د مغفرت او کورنى او خواخوږو ته یې د جمیل صبر هیله کوم!

درنښت
محمد شفیق ګل آغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu