جمهور رئیس غني د خپلواکۍ د بېرته ګټوونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو يې ملتيا کوله، نن غرمه په جلال اباد ښار کې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په لړ کې د خپلواکۍ د بېرته ګټوونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
د هیواد جمهوررئیس د ننګرهار له ولسونو څخه د دغه ستر او ملي شخصیت د عزت او درناوي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هیواد د دفاع او خپلواکۍ د ساتنې په خاطر مننه وکړه.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان د نیمګړي څپرکي بشپړول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه، په ننګرهار کې عمومي، انکشافي او د حکومتولۍ وضعیت ښه بدلون موندلی او د ولسونو په همکارۍ د لا ډېرو پرمختګونو هیله شته.