د وزارت له سلاکارانو سره کتنه

mobta-af
Mon, Nov 18 2019 2:55 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۷ مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی او د مقام د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، د وزارت له سلاکارانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د کتنې په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د چارو په چټکتیا او د ستونزو د حل په برخه کې په سلامشورو ټینګار وکړ وې ویل: دا چې د هېوادوالو ستونزو ته رسیدنه وکړو او په چارو کې بریالي اوسو نو باید په میاشت کې یو ځل سره ګډه ناسته ولرو، تر څو په سیمه ییزو ستونزو، چې ستاسو له خوا به د حل په موخه شریکې کیږي جر او بحث پرې کوو او تاسې هر یو به د خپلو دندو مطابق ورته حل لارې پیدا کوئ.

همدا راز ښاغلي شېرزي سلاکارانو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو هم باید د وزارت له پلاوو سره په رسمي سفرونو کې ګډون او همکاري وکړی، ترڅو په سمه توګه د قومي مشرانو او دیني عالمانو ستونزې واورېدل شي او تاسې له نږدې څخه د هغوی ستونزې وګورې. د دې ترڅنګ دې دارالانشآ هم خپلو غونډو ته د تیر په څېر دوام ورکړي.

ورپسې یو شمېر سلاکارانو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه د حل په موخه د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي سره شریک کړل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu