داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نېکمرغه ميلاد په مناسبت د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت پيغام!

mobta-af
Sun, Nov 10 2019 1:00 PM
mobta

بسم الله الرحمن الرحيم

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي، د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص ) د نيکمرغه ميلاد له امله د هېواد او د نړۍ ټولو مسلمانانوته د زړه له کومې مبارکي وايي او د دغې مباركي ورځې په رڼا کې د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېك عمل او یووالي غوښتنه كوي او دغې ورځ ته د اسلام د ستر پيغمبر د ميلاد او رحلت د ورځې په توګه درناوى کوي.

وزارت له ټولومسلمانو وروڼو، ټولنيزو او حکومتي بنسټونو څخه هیله کوي چې د آنحضرت معظم ميلاد د الهي کلام په ختمونو ، د بشريت د ناجي د لوړو سجاياوو په بیانولو، صدقاتو، خيراتونو او عبادتونو سره د اسلام د ستر شان پيغمبر له عاداتو او سنتونو سره سم ولمانځي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د دې مبارکې ورځې په درناوى د هېواد په دننه او بهر له نورو اسلامي هېوادونو کې له هغو ډلو څخه، چې په جګړو او تاوتريخوالى کې بوخت دي؛ غواړي، چې په اسلامي ورورولۍ او ديني ارشاداتو سره سم په خپلو خاورو کې له جګړو او وروروژنو څخه لاس واخلي او د سولې او يووالي لاره غوره کړي.

درنښت
محمد شفيق ګل اغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو سر پرست وزير

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu