د سرحدونو او قبایلو چارو وزیرمحترم محمد شفیق ګل آغا شېرزي د روان کال د سنبلې په ۲۶مه نېټه د ننګرهار ولایت له ګڼو قومي مشرانو، د روغتیايي ټولنې د مشرتابه پلاوي او ځوانانو سره وکتل.

په دې غونډه کې ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي لومړی د شهید ډاکټر نوروز شینواري د هېواد په کچه یو صادق او خدمتګار ډاکټر وباله، چې شپه او ورځ یې خپلو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
دغه راز د غونډې ټولو ګډونوالو د ارواښاد پاک روح ته دعا وکړه او کورنۍ او دوستانو ته یې د تسلیت او خپګان مراتب وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې راغلو قومي مشرانو د ننګرهار د امنیتي ګواښونو او ناخوالو په اړه خپلې اندېښنې له ښاغلي شېرزي سره شریکې کړي او د همکاریو غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي شېرزي وویل: د سولې د تامین لپاره ټاکنې اړینې دي، په ټولو ننګرهاریانو غږ کوم، چې په دې ملي پروسه کې برخه واخلي او د خپلې رایې په کارولو سره خپل راتلونکې برخلیک وټاکې.