دعوامي نشنل ګوند مشر ښاغلي اسفندیار ولي خان او ورسره ملګرو ته يې ښه راغلاست وویل شوو.

mobta-af
Tue, Sep 17 2019 2:33 PM
mobta

د عوامي نشنل ګوند مشر ښاغلی اسفندیار ولي خان او ورسره ملګرو ښاغلي میا افتخار حسین، ښاغلي اصغر خان اڅګزی، او ښاغلي عابد خان ته، چې په کابل کې په افغان امن نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلي د حامد کرزي په نړیوال هوايې ډګر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرې میرمن حسینه صافۍ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي
ډاکټر فریدون بارکزي، د یاد وزارت د تحقیق او مطالعاتو رئیس ښاغلي جاوید احمد وفا او د لوي افغانستان اونیزې مسؤل ښاغلي عطاالله حیران هر کلی او ښه راغلاست ووایه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیري میرمن صافي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي بارکزي د لوی افغانستان مرکز کابل کې د افغان امن په نړیوال کنفرانس کې د ښاغلي اسفندیارولي خان او نورو مشرانو ګډون ډیر ګټور وباله او هیله یې وکړه، چې د کنفرانس ګډونکوونکي په افغانستان کې د تلپاتې سولې غږ اوچت کړي او پر هغو هېوادونو فشار راوړي، چې لا تر اوسه هم روانې جګړې ته لمن وهي.
سربیره پر دې دواړو لورو د لر او بر یو افغان پر روانو ستونزو، قومي جوړښتونو او د حل پر لارو چارو يې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په کابل کې په لومړي ځل د سولې په تړاو د لرو او بر افغان پر کاله د بل شوي اور د مړه کېدو په موخه «افغان امن نړیوال کنفرانس» جوړېږي.
د معلوماتو پراساس، دغه نړیوال کنفرانس به د روان میلادي کال د سيپټمبر پر آتلسمه نېټه پیل او د همدې میاشتې په شلمه نېټه به پای ته ورسېږي.
په دغه درې ورځني نړیوال کنفرانس کې به له کاناډا، دوبۍ، پښتونخوا، کوټې او نورو ځایونو څخه ګڼ شمېر پښتانه مشران ګډون وکړي.
دا به لومړی ځل وي، چې لر او بر افغان مشران به د روانې جګړې، پر افغانانو د ظلم او تورتم او همدارنګه د ستر افغان پرکاله د بل شوي اور د مړه کېدو په موخه داسې لوی نړیوال کنفرانس جوړوي، چې د لرو بر مشران پکې ګډون کوي او پرخپلو ستونزو په خپله خبرې کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu