په هرات کې له بېلابېلو قومي مشرانو او مخورو سره کتنه

mobta-af
Wed, Sep 11 2019 11:12 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د روان لمریز کال د وږي د میاشتې په 19مه نېټه په هرات کې د خپل سفر په لومړى ورځ په داسې حال کې، چې د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږى معين ښاغلى محمد يعقوب احمدزى، د اطلاعاتو او عامه اړيکو ريس ښاغلى عبدالوحيد خاورې، د وزارت سلاکار ښاغلى جنرال عظيم خان او د هرات د سرحدونو او قبايلو چارو ريس ښاغلى انورالحق ژمن هم ورسره ملګري و، د دغه ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو له قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل.

په دې کتنه قومي مشرانو، ځوانانو او مخورو محترم وزير صاحب ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ په هېواد کې د ښاغلى انوارالمق سولې د ټینګښت په خاطر د جرګو او مرکو له لارې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړنې او فعالیتونه ارزښتناکه وبلل او له موجوده نظام څخه يې د ملاتړ په ترڅ کې له وزارت سره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محمد شفیق ګل آغا شېرزي پخپلو خبرو کې د قومي مشرانو، ځوانانو او مخورو له ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وويل: زه به په ټينګې ارادې سره له تاسو قومي مشرانو او مخورو سره یو ځای د هېواد د ابادې او سوکالۍ لپاره کار وکړم او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې ونه سپموم.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu