تخار ولایت کې د لنډ مهاله سرویرانو د‌ ګمارنې لپاره تحريري ازموينه واخيستل شوه

mobta-af
Sat, Sep 07 2019 3:02 PM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سيستم (BTMIS) پروژې په تخار ولايت کې د لنډ مهاله سرويرانو د ګمارلو لپاره تحريري ازموينه په بریالیتوب سره تر سره کړه.

په پيل کې د تخار ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رياست رئيس حبيب الله رائفي ګډونوال ته د ازموینې د شفافیت او ددې پروژې او څېړنې د اهميت په اړه لنډې خبرې وکړي.

ورپسې د سرحدونو او قبايلو د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سيستم(BTMIS) پروژې د مالوماتو را ټولولو چارو آفسر محمد شريف ملګري او د مالوماتو تدقيق افسر جمشيد‌ ظفر بارکزي يې ملتيا کوله په ازموينه کې ټولو برخه اخيستونکو ته ښه راغلاست ووايه او د پروژې د‌اهميت او ازموينې د څرنګوالي په اړه له ګډونوالو سر مالومات شريک کړل او د شفافیت يې پوره ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې تحريري ازموينې لپاره د تخار ولايت د مرکز په ګډون د 17 ولسوالیو، لنډ مهاله سرويرانو د استخدام لپاره 130 کسانو د ازموينې غوښتن پاڼې ډکې کړې وې، چې 80 کسان د تحريري ازموينې لپاره شارټ لیست شوي وه، چې په پوره شفافيت سره د ازموينې د کميټې او له کابل څخه راغلي پلاوې په موجوديت کې له ټولو ګډون کوونکو څخه تحريري ازموينه واخيستل شوه.
په درنښت

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu