کنړ کې د ترافيکي پېښې له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

haqani_admin
Sat, Nov 28 2026 2:58 PM
کنړ کې د ترافيکي پېښې له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه ۱۷ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کنړ ولايت مرکز اړوند څاګي سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه، چې پکې يوکس خپل ژوند له لاسه ورکړی و حل او دواړو خواوو يو بل ته په بښنې کولو سره سوله ييز ژوند پيل کړ.

د دغې پېښې د روغې جوړې لپاره د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس ملا تحميد الله غازي د قومي مشرانو او علماوو په همکاري د دواړو کورنيو د مشرانو سره د خبرو اترو له لارې موضوع وڅېړله او ښکېل اړخونه يې ورورولي ته راوبلل.

په پېښه کې د وژل شوي کس د کورنۍ مشرانو د جرګې په پرېکړه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت له مسؤلينو يې مننه وکړه، چې د يادې ستونزې په حل کې يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu