په سروبي ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

haqani_admin
Thu, Nov 05 2026 8:34 AM
په سروبي ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

چهارشنبه/۲۳/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږي رئیس مولوي محمد آجان رهبر د یوه پلاوي په مشري د کابل د سروبي ولسوالۍ له قومي مخورو، متنفذو مشرانو او عامو خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږي غونډه ترسره کړه. 

په دغه غونډه کې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي رهبر خلک د اسلامي نظام شکرانې ته را وبلل زیاته یې کړه: دا د الله تعالی یو لوی انعام دی، چې د فتنو په دور کې یې یو سوچه اسلامي نظام او یو مشفق آمر راکړی. 
هغه خلکو ته د ډاډ په ورکولو سره وویل: اقتصادي مشکلات شته او ستونزې به وي، خو ناهیلي کېږئ مه ځکه مسؤلین شپه او ورځ د وطن په آبادي او د ولسونو د ستونزو په هوارولو بوخت دي. آمید ولرئ چې الله تعالی به ټولې ستونزې حل کړي او یو آباد او هوسا هېواد به ولرو. هغه په ولسونو غږ وکړ، چې له خپلمنځي دښمنيو لاس واخلي او یو له بل سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي. 

د سروبي ولسوالۍ علماوو او مخورو مشرانو بیا له خپلو محلي مسؤلینو خوښي څرګنده کړه ویې ویل، چې د مشرانو دروازې ټول وخت د خلکو پرمخ خلاصې دي او په ورین تندي د دوی خدمت کوي. دوی دغه راز وویل، چې د اشغالګرو پر وړاندې د یادې ولسوالۍ قرباني او سرښندنې ټولو خلکو ته معلومې دي. دوی وویل، لکه څنګه چې مو په هغه وخت کې د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره هڅې کړې اوس هم د دې صف ملګري يو. د ولسوالۍ استازو د سرکونو، کلینیکونو او معارف په برخه کې د خلکو ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.

د جرګو مدیر مولوي عزیز احمد اخندزاده هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو په اړه خبرې وکړې ویې ویل؛ په افغاني ټولنه کې د ناوړه رواجونو د پوره کولو لپاره زموږ اکثره ځوانان د نورو وطنونو په دښتو او دریابونو کې غرق شول. 
 هغه زیاته کړه چې، بدو دودونو زموږ ټولنه له زوال سره مخ کړې ده نو په موږ او تاسو لازمه ده چې په ګډه له یادو رواجونو مخنیوی وکړو تر څو په ټولنه کې سمون او اصلاح رامنځته شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu