په پنجشېر کې دوې کورنۍ له ۷ کلنې بدي وروسته سره پخلا شوې

haqani_admin
Wed, Oct 28 2026 2:09 PM
په پنجشېر کې دوې کورنۍ له ۷ کلنې بدي وروسته سره پخلا شوې

چهارشنبه/۱۶/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د پنجشیر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمني په دوستي بدله کړه او د طرفینو ترمنځ یې د سولې پرېکړه وکړه. 

دغه شخړه چې له یوه لوري څخه پکې یو کس په قصدي ډول وژل شوی و، له اوو کلونو راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ په اختلافاتو او جنجالونو سربېره یو بل ته د اوو میلیونه افغانیو په ارزښت مالي زیانونه هم اړولي وو، چې له نېکه مرغه پرون یې د یوې دودیزې جرګې پرمهال پخلاینه وشوه. 

د پخلاینې د غونډې پرمهال پر ولایتي مسؤلینو سربېره علماء کرامو، سیمه ییزو متنفذینو او ښکېلو لورو ګډون کړی وو، چې د شخړو د حل کمېټې له لوري له دواړو خواوو څخه اختیار خطونه واخیستل شول، او د موضوع له پوره بررسې او څېړنې وروسته یې په اړه د خیر فیصله وشوه.  دا چې پرېکړه د دواړو د خوښي وړ وګرځېده په دې سره یې یو بل ته بښنه وکړه او سره غاړه غړۍ شول.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu