په ارزګان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني پای ته ورسېده

haqani_admin
Sun, Oct 25 2026 3:10 PM
په ارزګان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني پای ته ورسېده

یکشنبه ۱۳ جمادی الاول ۱۴۴۸

د ارزګان ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د مسؤلینو ځایي دیني علماوو او قومي مشرانو په ګډو هڅو او منځګړیتوب پای ته ورسېده او دواړه لوري روغې جوړې ته ورسېدل.

د شخړې د هواري په موخه، منځګړو لومړی له دواړو لوریو سره جلا جلا لیدنې وکړې او د موضوع په اړه یې بشپړ معلومات راټول کړل. وروسته د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د دواړو لوریو د څرګندونو او غوښتنو له ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې د دواړو خواوو د قناعت وړ وګرځېده او د اوږدې دښمنۍ د پای ته رسېدو لامل شوه.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړل او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به خپلمنځي اړیکې په سوله، درناوي او تفاهم ساتي

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu