ننګرهار کې د نژدې ۷۰ کلنې خونړۍ بدۍ حل

haqani_admin
Thu, Oct 08 2026 11:49 AM
ننګرهار کې د نژدې ۷۰ کلنې خونړۍ بدۍ حل

 

پنجشنبه ۲۵ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې د دوو پلرنيو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۷۰ کلونو هغه اوږدمهاله بدي هواره شوه، چې د وخت په تېرېدو سره يې د لويو ځاني او مالي تاوانونو سربېره ګڼې ستونزې لرلې.

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د علماوو، قومي مشرانو او د ا.ا.ا د ځينو استازو په شريکو همکاريو د يادې موضوع د څرنګوالي په موخه جلاجلا ناستې وکړې او دواړو طرفونو ته په عادلانه فيصله يې دغه ۷۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود. 

د مسؤلينو په خبره په دغه رامنځته شوې بدي کې د دواړو لوريو څخه لسګونه تنه وژل شوي او ټپيان شوي وو، چې شمېر يې نېږدي پنځوس تنو ته رسېده.

د دغې خونړۍ بدۍ ښکېلو اړخونو د ا.ا.ا له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې په وينا يې ياده بدي يې ورحل کړه. دوی همداراز ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به د يو بل پر وړاندې هېڅ تاو تریخوالی نه کوي بلکې د ورورولي ژوند به کوي.

ياده دې وي چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او ادارو په مرسته د ولسونو تر منځ دې ته ورته سلکونه اوږدې، جنجالي او خونړۍ شخړې او بدۍ حل او فصل کړې دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu