د کابل ولایت په قرباغ ولسوالي کې لویه ولسي غونډه تر سره شوه

haqani_admin
Wed, Oct 07 2026 2:23 PM
د کابل ولایت په قرباغ ولسوالي کې لویه ولسي غونډه تر سره شوه

سه شنبه ۲۳ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي رئيس مولوی محمد اجان رهبر د مل پلاوي په مشري د کابل په قره باغ ولسوالي کې (د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ) تر سرلیک لاندې یوه لویه غونډه ترسره کړه چې پرمهال یې ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو او ځوانانو ګډون کړی وو. 

د دغې غونډې پرمهال د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمدآجان رهبر په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس وخت را رسېدلی ترڅو له خپل نظام سره په ګډه د څلوېښتو کلونو ناخوالي او ناوړه دودونه له منځه یوسو او په یوه غږ د اتحاد په رسۍ منګولې ولګوو، نوموړي زیاته کړه: ترڅو چې د مسلمانانو ترمنځ یووالی او اتحاد وي هیڅوک پر هغوی حکومت نه شي کولای.

په دغه ولسي غونډه کې ديني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل: د مسؤلينو او خلکو ترمنځ د دغه ډول غونډو برابرول د ولس او حکومت تر مابین واټن ختموي او د یووالي غوټې نوې هم ټینګېږي.
قومي مشرانو همدارنګه د قره باغ ولسوالي د شل بستريز روغتون پراخولو، سړک، اوبو رسولو شبکو او کرنې اړوند ستونزې شریکې کړې او له حکومت څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu