د سرحدي پلټنو مرستیال د کندهار د سپین بولدک د سرحدي چارو ارزونه ترسره کړه
سه شنبه ۲۳ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع له مل پلاوي سره یوځای تېره ورځ کندهار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل دې سفر په پیل کې لومړی د کندهار له والي سره لیدنه وکړه او د سرحدي چارو د همغږۍ او اړوندو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي شجاع وروسته له دې سپين بولدک ولسوالي ته ولاړ او د یادې ولسوالي له ولسوال، امنیه قوماندان او کمېسارۍ له مسؤلینو سره یې هم ناسته ترسره کړه، چې پکې د سرحدي چارو د لا ښه تنظیم او مسؤلیتونو د ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
د سرحدي پلټنو مرستيال په پای کې له فرضي کرښې لیدنه وکړه او د یادې سیمې د فعالیتونو د وضعیت په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
