د فراه په دره جوين او باميان په ورس ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډې وشوې
دوشنبه ۱۷ ربيع الأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې د فراه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په دره جوين او باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په ورس ولسوالي کې د ولسونو ترمنځ د شریعت نفاذ او ولسي همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د ولسوالي له استازو، علماء کرامو، قومي مشرانو، نظامي مسؤلینو او عامو خلکو سره یوه پراخه ولسي غونډه ترسره کړه.
د يادو غونډو پرمهال د اسلامي امارت مسؤلينو په خپلو خبرو کې د نظام د پیاوړتیا، د ولس او حکومت ترمنځ د همکارۍ او د شریعت د احکامو د عملي کولو پر اهمیت ويناوي وکړه. دوی د اسلامي نظام په استحکام کې د ولسونو همکاري او همغږي مهمه وبلله او دا نظام يې د خلکو د زحمتونو نتيجه ياده کړه. يادو مسؤلينو د خلکو او حکومت ترمنځ په دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ.
د سیمې دیني عالمانو او قومي مشرانو د اسلامي نظام د ملاتړ سربېره شریعت د مسلمانانو د فردي او ټولنیز ژوند د سمون او د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ اساسي لار وبلله او د هغه د عملي کېدو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. دوی همداراز له ګډونوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام د ثبات او پیاوړتیا د لا ټینګښت او د اسلامي احکامو د بشپړ تطبیق په برخه کې خپل مسؤلیتونه په اخلاص او دوامدار ډول ترسره کړي
