د بلخ ولايت مسؤلينو په دغه ولايت کې درې کلنه حقوقي شخړه هواره کړه

taqi_admin
Sun, Aug 16 2026 11:10 AM
د بلخ ولايت مسؤلينو په دغه ولايت کې درې کلنه حقوقي شخړه هواره کړه

 

يکشنبه ۲ ربيع الأول ۱۴۴۸

د بلخ لايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس په مشري دغه ولايت کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په ملتيا د څو ناستو په ترڅ کې د دوو کورنيو ترمنځ يوه درې کلنه حقوقي شخړه هواره کړه او ښکېل لوري  يې د سولې په ټغر سره کېنول.

د دې رامنځته شوې شخړې په پايله کې چې د ځينو حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې وه د ګڼو کورنيو ستونزو ترڅنګ دواړو لوريو ته لوی مالي تاوانونه رسېدلي وو او ترمنځ يې ژور اختلافات هم موجود وو، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب د يوې سوله ييزې پرېکړې په اساس پای ته ورسول.

ښکېلو خواوو هم د اسلامي امارت د مشرانو په ترسره شوې عادلانه فيصله رضايت وښود او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول جنجالونه سره نه کوي بلکي د ورورولي ژوند ته به دوام ورکوي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu