کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

taqi_admin
Tue, Aug 11 2026 1:50 PM
کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې دښمني داسې مهال هواره کړه، چې د سيمې د علماء کرامو، قومي مخورو او عامو خلکو په ګډون د اسلامي امارت يو شمير مشرانو حضور درلود.
د روغې جوړې په مراسمو کې مسؤلينو، ديني عالمانو او مخورو په خپلو خبرو کې د اتفاق ورورولي او يو بل منلو پر ارزښت ټينګار وکړ او له ښکېلو خواوو يې وغوښتل، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

همداراز د بادغيس لايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس په مشري دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر پېښه شوې شخړه هواره شوه او ښکېل لوري سره پخلا کړل شول.

د دې رامنځته شوې شخړې په پايله کې يو کس خپل ژوند بايللی و او د ګڼو کورنيو ستونزو ترڅنګ دواړو لوريو ته لوی مالي تاوانونه هم رسېدلي وو، چې ترمنځ يې ژور اختلافات راپارولي وو

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu