((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

taqi2_admin
Sun, Jun 28 2026 11:14 AM
((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او همغږۍ په نوم یوې ولسي غونډې ته چې د سرپل او سمنګان ولایتونو واليانو، ځایي مسؤلینو، دیني علماوو او ولسي خلکو پکې ګډون درلود وینا وکړه.

ښاغلي نوري د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: په اسلامي نظام کې د افغانانو عقیده، تاریخ، حریت، او نوامس خوندي دي، زیاته یې کړه، چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي، نوري څرګنده کړه چې د افغانستان ولسونه له اسلامي امارت سره په زور نه دي ولاړ، بلکې د عقیدې، فکر، کلتور او سیاست له مخې د اسلامي نظام تر څنګ ولاړ دي.

بلخوا ګډونوالو د اسلامي نظام د لا استحکام او ولسي یووالي په پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې حاکم نظام د افغانانو لپاره کورنی مشروعیت لري او هغه کسان چې د اسلامي نظام پر ضد توطیې جوړوي، ولس ته د منلو وړ نه دي، دوی زیاته کړه موږ د خپل اتحاد په مټ دا نظام ساتو او هیڅ چاته اجازه نه ورکوو، چې شته امن اخلال او د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu