په هلمند، ننګرهار او کندهار کې د جلاجلا شخړو حل
يکشنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۸
د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې ترافيکې پېښې له کبله راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په هڅو او د قومي مشرانو په ملتيا پای ته ورسېده.
د دغې شخړې لامل په ياده ترافيکې پېښه کې د يوکس وژنه وه، چې وروسته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې او د دواړو لوريو کورنۍ يې سره دښمني ته اړ کړې وې. مسؤلينو په خپل منځګړيتوب يادې شخړې ته د پای ټکی کېښود.
په ورته مهال د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر هغه راپورته شوې شخړه، چې له امله يې يو تن وژل شوی و د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو لخوا هواره شوه.
همداراز د کندهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس ملا عبدلباري رحماني د ياد ولايت د دامان او ژېړۍ ولسوالۍ د اوسېدونکو ترمنځ د پيسو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول هواره کړه او حق يې حقدار ته وسپاره.
