په باميان او بلخ ولايت کې د جلاجلا شخړو حل

taqi2_admin
Thu, Jun 11 2026 10:24 AM
په باميان او بلخ ولايت کې د جلاجلا شخړو حل

 

پنجشنبه ۲۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت مرکز اړوند د ملا غلام په سیمه کې د تاجک او هزاره قومونو د څو تنو ترمنځ رامنځته شوې شخړه، چې له امله یې یو تن ټپي شوی و، مسؤلينو د سیمې د مشرانو او مصلحینو په هڅو د يوې رابلل شوې ناستې په ترڅ کې هواره کړه.

د ياد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت مسؤلينو په همدې موخه له دواړو لوريو سره جلا جلا خبرې وکړې، هغوی یې روغې جوړې ته وهڅول او د سوله ييز ژوند د برابرولو په اساس يې يوبل ته ورغاړې وېستل.

همداراز د بلخ ولايت په مرکز کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د هغو دوو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه، چې د ځينو کورنيو ستونزو له کبله يې له تېر يوه کال راهېسې ګڼ جنجالونه روان وو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu