په باميان کې د کوچیانو او  مېشتو اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه هواره شوه، چې نېږدې ۳۴۰ کورنۍ پکې ښکېل وې

taqi2_admin
Thu, Jun 11 2026 10:19 AM
په باميان کې د کوچیانو او  مېشتو اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه هواره شوه، چې نېږدې ۳۴۰ کورنۍ پکې ښکېل وې

 

سه شنبه ۲۳ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ اړوند د کالو په سیمه کې د کوچیانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د ياد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد، ولايتي ادارې استازو او قومي سپين ږيرو له لوري حل او فصل شوه.

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت استازو د اسلامي امارت د مسؤلينو په ملتیا لومړی د يادې شخړې سیمې ته سفر وکړاو بيا يې له ښکېلو لوريو سره د شخړې د حل په اړه خبرې وکړې، چې پر مهال يې هغوی سولې او آرامۍ ته راوبللې او د زغم او حوصلې غوښتنه يې تري وکړه.

په پای کې له اوږدو خبرو اترو وروسته طرفين روغې جوړې ته آمده شول او د اسلامي امارت د مشرانو هغه پرېکړه يې ومنله چې د شريعت په رڼا کې يې ترسره کړه. له يادې روغې وروسته د ښکېلو خواوو مشرانو هم ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د یو بل پر حقونو تېری نه کوي او د ورورولۍ ژوند ته به دوام ور کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu