ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

taqi_admin
Thu, Apr 09 2026 2:50 PM
ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو، قونومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د خپلو دوامدارو کوششونو په دوام د قومي مشرانو په همکاري حل او فصل کړل.

د دغو جنجالونو په يایله کې له دواړو لوريو څخه څو تنه ټپيان شوي وو او ګڼې اندېښنې يې ترمنځ موجودې وې، چې د اسلامي امارت مشرانو د خپل مسؤليت او شفقت په پايله کې دواړه کورنۍ لومړی سولې ته راضي کړې او بيايې د يوې شرعي فيصلې په کولو سره هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل.

د يادو دواړو کورنيو مشرانو د دوی ترمنځ ترسره شوي فيصله عادلانه وبلله او د خوښي ترڅنګ يې د اسلامي امارت له مسؤلينو په مننې کولو سره له نورو خلکو هم وغوښتل، چې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu