د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

taqi_admin
Sat, Apr 04 2026 2:32 PM
د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ نور محمد حقاني او د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي یې ملتیا کوله د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د یاد ولایت د والي حاجي ګل محمد نعیم، د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي او نورو مسؤلینو په شتون کې ناسته تر سره کړه.

د دغې ناستې په ترڅ کې ښاغلي نوري پر هیواد باندې د پاکستان د پوځي رژیم د وروستیو بریدونو پرمهال د ولسونو د ملاتړ او اتحاد ستاینه وکړه او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یې د خلکو له هر اړخیز ملاتړ او د دوی له درنو احساساتو مننه وکړه.

ښاغلي نوري زیاته کړه؛ د افغانستان ټول ولسونه مجاهدین دي، دوی هر وخت د جهاد او مبارزې په مټ د دُښمن ملا ور ماته کړې او خپله خپلواکي یې د ایمان او افغاني غیرت په مټ اخیستې. نوموړي دا راز وویل: د افغانستان د ختیځ او لویدیځ ولسونه زموږ اردو ده او په جهاد کې یې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای برخه اخیستې، له همدې برکته یې لویې امپراطورۍ ماتې کړې.

د غونډې په پای کې علماوو، قومي سپین ږیرو او د پوهنتون استادانو په خپلو خبرو کې زیاته کړه: پاکستان په افغانستان کې یو مستحکم اسلامي نظام نه غواړي او کوښښ کوي، چې زموږ د هیواد اتحاد زیانمن کړي. دوی وویل: افغانان به یې خپلو تېرو تاریخونو ته په کتو هر راز تېري ته پر وخت ځواب وایي او د خپل اسلامي نظام او خاورې دفاع به کوي، قومي سپین ږیرو زیاته کړه: موږ چې دلته تاسې ته سینه ډبوو، دا زموږ غږ نه، بلکې دا زموږ د خلکو د ملاتړ او ډاډ دریځ دی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu