دلغمان او پکتیا ولایتونو په لرې پرتو ولسوالیو کې له خلکو سره غونډې ترسره شوې

taqi_admin
Sat, Feb 21 2026 12:42 PM
 لغمان او پکتیا ولایتونو په لرې پرتو ولسوالیو کې له خلکو سره غونډې ترسره شوې

‏ شنبه ۴ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د لغمان ولایت قرغیو او د پکتیا ولایت د ډنډپتان او څمکنیو ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو او آمریتونو له لوري د قومي مشرانو، عامه خلکو، دیني علماوو.متنفذینو او ځوانانو په ګډون د اسلامي اخوت او د ولسي ستونزو د اورېدو په موخه پراخې غونډې ترسره شوې. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مسؤلینو په خپلو ویناوو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د صادر شويو فرمانونو مبنا قرآن او حدیث یاد کړه.‏زیاته یې کړه چې د مسلمان لپاره د ژوند لیدلوری همدا اسماني کتاب دی، او کوم فرمانونه چې د اسلامي امارت د امیر له لوري موږ ته رالېږل شوي، زموږ د ژوند د رفاه لپاره دي. موږ ټول باید ترې ګټه واخلو، تر څو په شرعي ډول د خپل ژوند مسیر وټاکو.‏نوموړو همداراز د یادو غونډو هدف د خلکو پوښتنه او د ستونزو حل وبللو. زیاته یې کړه چې هر څوک کولای شي خپلې ټولیزې ستونزې، چې ولس ورسره لاس او ګرېوان دی، له مسؤلینو سره شریکې کړي تر څو یې په د حل په برخه کې اقدام وشي.همداراز ځایي قومي مشرانو هم په خپلو ویناوو کې د خپلو ولسوالیو په کچه سیمه‌ ییزې ستونزې شریکې کړې او د امیرالمؤمنین د فرمانونو د تطبیق په اړه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغوی همداراز د تېر شل کلن جهاد پر مهال د خپلو ولسونو هڅو ته په اشارې سره وویل:‏چې همدغو ولسونو په خپل یووالي سره کفار مات کړل او له مجاهدینو سره اوږه په اوږه ودرېدل، چې نن یې له برکته، لله الحمد، یو شرعي حکومت په افغانستان کې حاکم دی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu