بلخ کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ بغلان کې هم شخړه حل شوه

taqi2_admin
Sat, Feb 14 2026 11:05 AM
بلخ کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ بغلان کې هم شخړه حل شوه

شنبه ۲۶ شعبان المعظم ۱۴۴۷ دبغلان ولايت په دوشي ولسوالي کې د دووکليو ترمنځ دڅړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه ددغه ولايت دسرحدونو،قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو ولايتي ادارې استازو، قومي مشرانو او مخورو په هلوځلو هواره شوه.په دغه رامنځته شوې شخړه کې دواړو خواوو ته د څو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي وو يو بل ته يې د هستوګنې کورنو سوځولي وو او ترمنځ يې د دښمني لويې بدبينۍ موجودې وې، چې د اسلامي امارت مسؤلينو پروخت د اقدام کولو په پايله کې سره روغې جوړې ته را وبلل او د ښمني يې په دوستي وربدله کړه.په ورته مهال د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مشرانو د ياد ولايت په دهدادي ولسواي کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې دوه کلنه شخړه داسې مهال هواره کړه، چې د دوواړو کورنيو استازو يو بل ته له بښني کولو ورسته د ورورولي غاړې سره ورکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu