ننګرهار کې ۳۵ کلنه او پکتيا کې ۵ کلنه بدي د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

taqi2_admin
Sat, Feb 14 2026 10:57 AM
ننګرهار کې ۳۵ کلنه او پکتيا کې ۵ کلنه بدي د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

چهار شنبه ۲۳ شعبان المعظم ۱۴۴۷ د ننګرهار ولايت په کوز کنړ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۵ کلونو په دوام اوږدمهال شخړه.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يوه پلاوي په شتون کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس حافظ رحمت الله غازي عمر په مشري د قومي مشرانو او علماء کرامو په هڅو داسې مهال پای ته ورسېده، چې ښکېل لوري په پوره رضايت سره روغې جوړې ته چمتو شوي وو.

 

د يادې رامنځته شوې شخړې له کبله له دواړو طرفونو څخه يو تن وژل شوي، يو تن ټپي شوی او ګن خپلمنځي اختلافات يې ترمنځ موجود وو، چې د اسلامي امارت مسؤلينو پکې د خير په فيصلې کولو سره روغه جوړه رامنځته کړه او ښکېل اړخونه يې سره پخلا کړل.


په ورته مهال دپکتيا ولايت دسرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو رياست مسؤلينو دسيمه ييزو مشرانو په ملتيا د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ دټېرو پنځو کلو په دوام هغه پېښه شوې شخړه حل کړه، چې يوکس پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې ترمنځ موجودې وې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu