په فراه ولایت کې له ولسونو سره یوه لویه غونډه ترسره شوه

taqi_admin
Sat, Dec 27 2025 10:30 AM
په فراه ولایت کې له ولسونو سره یوه لویه غونډه ترسره شوه

 

 پنجشنبه ۵/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په ولایتونو کې د (ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولسونو هوساينې) تر سرلیک لاندې د پیل شویو غونډو په دوام نن غرمه مهال په فراه ولایت کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو، عامو خلکو او ولایتي مسؤلینو سره یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه، چې پرمهال یې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي په شمول، ولایتي مسؤلینو، قومي متنفذینو او دیني عالمانو هم ګډون کړی وو. 

د دغې ناستې په ترڅ کې قومي مخورو په ولسونو غږ وکړ،چې خپل دودونه د شریعت له لارښوونو سره سم برابر کړي، ځکه چې همدا د ټولو ولسونو د نېکبختۍ او د دنیا او آخرت د فلاح لار ده. دوی په فراه ولایت کې د مسؤلینو له کړنو خوښي څرګنده کړه، ویې ویل، چې د مسؤلینو له کړنو راضي دي، ځکه دوی په ټولو اجراتو کې وګړو ته یو شان او عادلانه خدمات وړاندې کوي. قومي مشرانو اسلامي نظام د یوې ټولنې اړتیا وبلله زیاته یې کړه: افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، نو ځکه ورته د اسلامي نظام اړتیا ده تر څو د یادو ارزښتونو ساتنه او پیاوړتیا وشي.

په غونډه کې د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد د ولسونو ستړیاوې وستایلې ویې ویل: تاسو ډېر سخت تکلیفونه زغملي دي، او موږ دا ژمنه کوو چې تل به ستاسو ملاتړي او خدمتګاران یو. نوموړي فراهیان مجاهدین او غیرتي ولسونه یاد کړل او د اسلامي نظام د ټینګښت او ساتنې په برخه کې یې د دوی قربانۍ بې ساري وبللې. ښاغلي احمد تېرو وختونو ته په اشارې سره وویل: افغانستان چې په لمبو کې وسوځېد، د دې اصلي لامل له یو بل څخه د انتقام اخیستل و. هغه خلګ د خپلمنځي اختلافاتو حل ته راوبلل او د ورورۍ او 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu