لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

taqi_admin
Wed, Dec 17 2025 11:04 AM
لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو ترمنځ د شاووخوا څلورو لسيزو دوامداره بدي په دوستي بدله شوه.

دغه اوږدمهاله بدي، چې د ياد وولايت په الينګار ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د مېرمنو پر سر راپورته شوې وه او درې تنه پکې ټپيان شوي هم وو د مسؤلينو د دوامداره هڅو په پايله کې په دوستي بدله، ښکېلو لوريو يوبل ته بښنه وکړه او د دورورولي ژوند يې پيل کړ.

په ورته مهال د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له خوا د ځايي قومي مشرانو او علماوو په ملتيا د دغه ولايت په مرکز شبرغان کې د تېرو شاووخوا پنځلس کلونو لويه شخړه، چې د ځينو ځمکو او څړځايونو د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او لوی مخالفتونه يې رامنځته کړي وو مسؤلينو په خپل منځګړيتوب د څو ناستو په ترڅ کې  پای ته ورسول او طرفينو د سولې غاړې سره ورکړې.

د دې ترڅنګ د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ولایتي ادارې استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو د د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا هغه اته کلنه  شخړه هواره کړه، چې د ځمکو د ملکيت پر سر راپورته شوې وه

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu