((موږ د اسلامي امارت د مدبرانه سیاست او حکومتي چارو د ښه مدیریت ستاینه کوو)) 

taqi2_admin
Thu, Nov 13 2025 9:50 AM
((موږ د اسلامي امارت د مدبرانه سیاست او حکومتي چارو د ښه مدیریت ستاینه کوو)) 

 

 چهارشنبه/ جمادی الأول/ ۱۴۴۷

له کونړ وروسته نن په ننګرهار ولایت کې د ولسوالیو له استازو، قومي مشرانو او سیمه ییزو مخورو سره د ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولسونو د هوساینې غونډه داسې مهال ترسره شوه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد، ورسره مل پلاوي او محلي مسؤلینو حضور درلود.
 
د دې غونډې پرمهال قومي مخورو د اسلامي امارت له لوري په هیواد کې د وروستیو زلزلو، کډوالو او نورو حکومتي چارو د ښه مدیریت او مدبرانه سیاست ستاینه وکړه، ویې ویل: موږ ولسونه ټول شاهدان یو چې دې مسؤلینو په سختو حالاتو کې خپل ټول امکانات په کار واچول او له مشره تر کشره یې په نیمه شپه کې خپلو خلکو ته ځانونه را ورسول. دوی زیاته کړه: اوس د قومونو ترمنځ تر بل هر وخت د ورورۍ فضا پیاوړې شوې او هیواد مو ورځ تر بلې د ترقۍ پر لور روان دی. 

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد دغې ناستې ته په وینا کې وویل: د ننګرهار ولس هغه ځواکمن ولس دی چې د کړاوونو، ظلمونو او بې عدالتیو په هر ګام کې یې مبارزه کړې، او د خپل عزت، شرف او ویاړ لپاره تل ژمن پاتې شوي. نوموړي ولس ته د خدمتونو وړاندې کول خپل مسؤلیت وباله زیاته یې کړه: ترڅو چې زموږ په تن کې ساه وي، ستاسو خدمت به په مېړانه او وفادارۍ سره کوو.

د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عزيزالله مصطفی او د وزارت د اقتصادي خدمتونو او څړځایونو رئيس مفتي لعل محمد منیب هم غونډې ته خبرې وکړې ویې ویل: که د دې ملت اتحاد نه وای، د اشغالګرو پر وړاندې افغانانو هیڅ کومه وسله نه لرله، دا یوازې د دې ولسونو د ایمان او غیرت پایله وه، چې غربي لښکر مو مات کړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu