پکتيا کې د ۴ کلنې شخړې ترڅنګ کاپيسا کې ۳ کلنه او بلخ کې دوه کلنه شخړه هواره شوه
پنجشنبه ۱۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو په منځګړيتوب د خپلو هڅو په نتيجه کې د ياد ولايت په سيد کرم ولسوالي کې هغه څلور کلنه شخړه هواره کړه، چې يو تن پکې وژل شوی و او ترمنځ يې لويې ستونزې موجودې وې.
همداراز د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي تاوترېخوالي له امله راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري حل او دواړو طرفونو د ورورولي ژوند ته مخه کړه.
ورته مهال په بلخ ولايت کې هم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو لخوا دوه کلنه کورنۍ شخړه، چې لويې بد بينۍ يې راپورته کړې وې حل او ښکېلو خواوو له تربګني لاس واخېست.
