کندوز کې قومي مشرانو د اسلامي امارت له کړنو ستاينه وکړه

taqi2_admin
Tue, Oct 14 2025 9:41 AM
کندوز کې قومي مشرانو د اسلامي امارت له کړنو ستاينه وکړه

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

په کندوز ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولسي خلکو او مسؤلینو ترمنځ د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساينې غونډه کې قومي مشرانو د اسلامي امارت د خدمتونو او همکاریو ستاینه داسې مهال وکړه، چې د ياد وزارت معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري، مرستيال والي، د ولسواليو استازو، سيمه ييزو مشرانو، متنفذينو او عامو خلکو حضور درلود.

غونډه کې ښاغلي احمد د کندوز له خلکو وغوښتل، چې که کومه ستونزه یا غوښتنه ولري نو په ډاډه زړه دې يې شريکه کړي ترڅو په ممکنه توګه ورته رسېده ګي وکړو. نوموړي د خپلواکي او ازادي لپاره د ولسونو يووالي او اتفاق اړين وباله. ښاغلي احمد د تېر شل کلن اشغال پرمهال په کندز ولايت کې د مدرسو بمبار ته په اشاره وويل: تاسو پخپلو سترګو ولیدل چې څنګه د کندوز مدرسه په وحشتناک ډول بمبار شوه او بې ګناه ماشومان یې شهیدان کړل. خو لله الحمد، نن ورځ، چې موږ خپلواک حکومت لرو د ازاد ژوند خاوندان يو.

د غونډې په اوږدو کې قومي مشرانو وويل: که څه هم د تېرو کلونو پرمهال د سختیو او ناخوالو مرحلې تېرې شوې خو اوس د حاکم نظام تر سیورې لاندې د خلکو ژوند ته ثبات او هیلې بېرته راګرځېدلې دي. قومي مشرانو زیاته کړه: د اسلامي امارت مسؤلینو تل د ولسونو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کړې او خپلې دروازې یې د هغوی پرمخ پرانستې ساتلې دي. دوی د اسلامي امارت له مسؤلینو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د ولسي خدمت دا لړۍ به لا نوره هم پیاوړې شي.

په پای کې د کوچیانو د اقتصادي خدمتونواو څړځايونو رئيس مفتي لعل محمد منيب وويل: زموږ مسؤلیت دی چې د یو بل د ارزښتونو او احترام په بنسټ د اتحاد لاسونه ورکړو، ترڅو ټول ولسونه په امن، ثبات او یووالي کې ژوند وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu