بلخ کې د ميراث پر سر راپورته شوې ١٨ کلنې شخړې ترڅنګ ننګرهارکې هم شخړه هواره شوه 

taqi2_admin
Mon, Oct 13 2025 1:44 PM
بلخ کې د ميراث پر سر راپورته شوې ١٨ کلنې شخړې ترڅنګ ننګرهارکې هم شخړه هواره شوه 

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت مزارشریف ښار په نهمه  ناحيه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ  د ميراث پر سر راپورته شوې هغه ١٨ کلنه شخړه هواره کړه، چې د يادې کورنۍ ترمنځ يې ژور تاو تريخوالی، خفګان او بد بيني رامنځته کړې وه.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت په هسکه مينه ولسوالي کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو رياست استازو د قومي مشرانو په منځګړيتوب د دوو کورنيو ترمنځ د يوې حقوقي موضوع له کبله راپورته شوې شخړه هواره او حق حقدار ته ورسېده. په دغه شخړه کې له دواړو لوريو درې تنه ټپيان شوي هم وو.
ښکېلو لوریو د اسلامي امارت له مسؤلينو څخه په مننې کولو سره د هغوی هڅې وستايلې او د ولسي شخړو په هواري کې يې د اسلامي امارت لاسته راوړنې بې ساري وبللې. دوی همدا راز ژومنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د تاوترېخوالي پرځای د ورورولي ژوند کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu