په ولسواليو کې د مسؤلينو له لوري له خلکو سره د ولسي يووالي غونډې

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري په ولايتونو کې د محلي ادارو په همغږۍ له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه پيل شويو غونډو په ترڅ کې دا ځل د تخار ولايت په بنګي ولسوالي د لغمان په مرکز او د کندهار په نېش ولسوالي کې له خلکو سره ولسي غونډې ترسره شوې.
د دغو غونډو پرمهال سيمه ييزو مشرانو په تېرو څلور کلونو کې د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وستايلې. د امنيت، عدالت او رغنيزو چارو په پرمختګ کې يې د ولسي خلکو ونډه مهمه وبلله. يادو قومي مشرانو د خپلو ستونزو د شريکولو ترڅنګ د نظام په ملاتړ ټينګار وکړ.
په يادو جوړو شويو غونډو کې د اسلامي امارت مسؤلينو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د خپلو هڅو په نتيجه کې به د دوی هرې ولسي ستونزې ته د ممکنه لارو څخه رسېدنه وکړي. مسؤلينو همدارنګه د امیرالمؤمنین حفظه الله د بدو دودونو او نا سمو رواجونو د مخنیوي په هکله فرمانونه تشريح کړل او د هغي د عملي کولو سپارښتنې يې ورته وکړې.